د بورکينافاسو خبري رسنيو د فبرورۍ په ۱۳مه نېټې خبر ورکړی، چې په دې وروستيو کې د دغه هېواد په شمال لوېديځ او ختيځ کې دوه بريدونه شوي، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۹ وژل شوي دي.
د بورکينافاسو د امنيت ادارې يوه چارواکي ويلي، چې وسلوالو د فبرورۍ د ۱۲مې نېټې په شپه د دغه هېواد د ختيځ کولپيلوګو ولايت پر يوه کلي بريد کړی، چې له امله يې د ۲ ميليشاوو په شمول لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ځايي بنسټيز مخابراتي تاسيسات ويجاړ شوي دي.
سرچېنه وايي، چې وسلوالو د فبرورۍ په ۹مې نېټې د بورکينافاسو د شمال لوېديځ کوسي ولايت کې هم له ميليشاوو سره شخړه کړې او ۷ ميليشاوې يې وژلي دي.
تر اوسه کومې ډلې د يادو دوو پېښو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.