امريکا په نړۍ کې تر ټولو ستر څارګر هېواد دی
CMG2023/02/14 11:27:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې په يوې مطبوعاتي‌ غونډې کې ویلي، چې امريکا په نړۍ کې تر ټولو ستر څارګر هېواد دی او د جاسوسۍ لويه شبکه لري.

وانګ ون بين ويلي، چې د چين ملکي بېپيلوټه بالون په تصادفي توګه د امريکا هوايي قلمرو ته داخل شوی و، خو امريکا په يوه افراطي غبرګون کې ياد بالون ویشتلی دی. نوموړي د امريکا دا کړنه له وسلې ناوړه استفادې بللې او کلک مخالفت یې ورسره ښودلی دی.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا د خپلې پرمختللې ټکنالوژۍ په مټ له اوږدې مودې راهیسې د خپلو ملګرو هيوادونو په ګډون د ډېرو هېوادونو ضد څارګرې چارې ترسره کوي، د چارواکو خبرو ته يې غوږ نيسي او د جاسوسۍ کړنې ترسره کوي.

وانګ ون بين ويلي، چې امريکا د نورو هيوادونو حاکميت ته درناوی نه کوي او په چارو کې يې لاسوهنې کوي، ګټې يې زيانمنوي او په لوی لاس له نړيوالو قوانينو او اړيکو سرغړونه کوي.

امريکا نړۍ تر ټولو لوی څارګر هېواد دی.