لوېديځې رسنۍ د نورډ سټريم نلليکې د پېښې پر حقيقت چوپه خوله دي
CMG2023/02/14 14:54:55
شريکول:

د امريکا څېړنيز خبريال سيمورهيرش په دې وروستيو کې د روسيې او اروپا ترمنځ د نورډ سټريم نلليکې له پېښې پرده پورته کړې او ويلي يې دي، چې پر دغې نللیکې چاودنه نه، بلکې بمباري پرې شوې ده.

 نوموړي د کره سرچېنو په قول خبر ورکړی، چې امريکايي ځواکونو د ولسمشر جوبایډن په امر د روسيې او اروپا ترمنځ د نورډ سټريم طبيعي ګازو نلليکه بمبار کړې ده، خو د لوېديځ عمده او مشهورې رسنۍ د يادې پېښې په اړه چوپه خوله دي.

 د ايران نيوز تلويزيون د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې د يو څېړوونکي په قول خبر ورکړی، چې د لوېديځ خبري رسنۍ د خبريال سيمور هيرش د ياد راپور په اړه، چې حقیقتونه يې را برسېره کړي دي، چوپه خوله دي او په اړه يې هيڅ نه وايي.

دغه څېړونکی د لوېديځو رسنيو چوپه خوله د حيرانتيا وړ نه ده بللې او پر دې اند دی، چې دغه رسنۍ يوازې د امريکا کړنلاره تعقیبوي او په ګټه يې راپورونه جوړوي.

نوموړي د باور وړ دوو سرچينو په قول ويلي، چې دوی د سيمور هيرش د وظيفوي ژوند په اړه ډېر معلومات او پر راپورونو يې پوره باور لري.