وانګ يي د تایلنډ له مرستيال صدراعظم سره وکتل
CMG2023/02/14 10:02:51
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مشر وانګ يي د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې په بېجينګ کې د تایلنډ د صدراعظم له مرستيال او بهرنيو چارو وزير دون پرامودوينای سره کتلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له تایلنډ سره يو ځای د مشرانو د خپلمنځي سفرونو پايلې پلې کړي او د دواړو هېوادونو حقه حقونه او سيمه ييزه سوله او ثبات په ګډه ورسره وساتي. 

نوموړي زياته کړې، چې د چين او تایلنډ تر منځ همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو د حکومتونو لپاره ګټورې دي، بلکې و خلکو ته به هم ډېرې ګټې ورسوي.

دون پرامودوينای په خپلو خبرو کې ويلي، چې د تایلنډ او چين تر منځ د اړيکو د پرمختګ لپاره به تر وسي خدمتونه وکړي او خپلمنځي دوستي به يې نوره هم پراخه کړي.