چين: ځينې هېوادونه بايد يواړخيز بنديزونه پای ته ورسوي
CMG2023/02/14 10:28:04
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې د ماشومانو او وسلوالو شخړو په اړه د امنيت شورا په يوې غونډې کې پر ځينو هېوادونو غږ کړی، چې له شرطونو پرته ټول ناقانونه يو اړخيز بنديزونه لغوه کړي او ماشومانو ته دې د ژوند هيلې ورکړي.

جانګ جون په خپلو خبرو کې ويلي، چې يو اړخيزو بنديزونو د ډېرو هېوادونو اقتصادي بنسټونه او پرمختيايي توانونه ځپلي او سخت زيانونه يې ورته رسولي دي، چې له امله يې د ماشومانو ژوند سخت شوی او د پرمختګ له حق يې محروم کړي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د سوریې اوسنيو حالاتو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې زلزلې د دغه هېواد وګړي سخت ځپلي، خو سوريه د ځينو هيوادونو د یو اړخيزو بنديزونو له امله د ړنګو شويو ودانيو د کنډو کپرو په لرې کولو کې سختو ستونزو سره مخ دی.

جانګ جون ويلي، چې سوريه د يو اړخيزو بنديزونو له امله د لويو ماشينونو او ژغورونکو وسايلو له کمبود سره مخ ده او د ژغورنې کمزورې چارې يې ښايي د دې لامل شي، چې تر کنډوالو او کنډو کپرو لاندې ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

نوموړي زياته کړې، چين يو ځل بیا پر اړوندو هېوادونو غږ کوي، چې له کومو شرطونو پرته، پر سوریې ټول ناقانونه يواړخيز بنديزونه لغوه کړي او خپله رياکارانه سياسي ننداره دې پای ته ورسوي.