وانګ يي به له اروپا څخه ليدنه وکړي
CMG2023/02/14 09:50:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مشر وانګ يي به د روانې مياشتې له ۱۴مې نېټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې له فرانسې، ايټاليې، هنګري او روسيې څخه رسمي لېدنه وکړي او ورپسې به جرمني ته ولاړ شي او هلته به د مونيخ د ۵۹مې دورې په امنيتي غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړی به هلته د چين په ځانګړي فعاليت کې هم ګډون او وينا وکړي، د امنيت په اړه د رئيس شي جين پينګ ګډې، عمومي، همکاريزې او دوامدارې امنيتي مفکورې به بيان کړي، د چين د سوله ييز پرمختګ لارې به روښانه او د مهمو نړيوالو مسئلو په اړه به يې دريځ څرګند کړي.