چين نن سهار د سوريې زلزله ځپلو ته مرستندويه توکي وليږدول
CMG2023/02/14 14:32:45
شريکول:

د چين حکومت د فبرورۍ د ۱۴مې نېټې په سهار له نان جينګ ښار څخه د سوريې زلزله ځپلو ته مرستندويه توکي ليږدولي دي.

د چين په دغو مرستندويه توکو کې د بېړنۍ ژغورنې ۳۰ زره بکسې، ۱۰زره پنبه يي جامې، ۳۰۰ خيمې،۲۰زره کمبلې، تنفسي ماشينونه او د بيړنيو حالاتو په مقابله طبي سامانونه او نور توکي شامل دي.

د دغو توکو پر هر بکس په چيني او عربي ژبو( د ګلاب خوشبويي زرګونه کېلو متره لرې ځای ته رسيږي او د ستونزو پرمهال دوست مالوميږي) ليکل شوي دي.

دا د سوريې له زلزله ځپلو خلکو سره د چين د حکومت او خلکو د پاملرنې ښه ښکارندويي کوي.