د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې د تایلنډ له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير دون پرامودوينای سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.
چين ګانګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين به د ورخلاصون پر اساسي ملي تګلارې او د ګډو ګټو پر بنسټ پر ورخلاصې ستراتيژۍ ټينګار ولري، په لوړې کچې به پرمختګ پياوړی او نوی ترکيب به يې جوړ کړي.
نوموړي ويلي، چې د چين يادې چارې به بېلا بېلو هېوادونو ته ګټې ورسوي او د چين او تایلنډ د همکاريو لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي.
چين ګانګ زياته کړې، چين به له تايلنډ سره په ګډه، دغه هېواد ته د رئيس شي جين پينګ د سفر تاريخي پايلې پلې کړي او د ګډ برخليک ټولنه به ورسره جوړه او د ستونزو پر وړاندې به ګډه مبارزه وکړي او د همکاريو او پرمختګ نوي فرصتونه به رامنځته کړي.