چين ګانګ له خپل ايراني سيال سره وکتل
CMG2023/02/15 10:56:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير حسین امير عبداللهيان سره ليدلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

چين ګانګ له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين او ايران دې د کليدي ګټو په اړوندو مسئلو کې يو له بل څخه ملاتړ وکړي، د نړيوالو او سيمه ييزو چارو په برخه کې دې همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي، د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي، د نړيوالو اړيکو اصلي مقررات او نړيوال نظام، د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې او نړيوال عدالت وساتي.

عبداللهيان په خپلو خبرو کې ويلي، چې ايران له چين سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري، د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې به په ګډه ورسره پلې کړي او د خپلمنځي هراړخيزو همکاريو لاسته راوړنې به وساتي.

نوموړي ويلي، چې ايران او چين دې تبادلې او همغږۍ پياوړې کړي او د کليدي ګټو په اړوندو مسئلو کې دې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي.

چين ګانګ زياته کړې، چې هېواد يې د قانوني حقونو د ساتلو په برخه کې د ايران ملاتړ کوي، د اټومي مسئلې د سياسي او ډيپلوماتيک حل بهير به وهڅوي او له اړوندو خواوو څخه به وغواړي، چې د دې مسئلې د ستونزو په هواري کې پوره کوښښونه وکړي.