روسیه: پر کرنیزو صادراتو يې لا هم محدودیتونه شته
CMG2023/02/15 11:21:12
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويرشينين د فبرورۍ په ١٣مې نېټې ويلي، چې د روسيې او ملګرو ملتونو ترمنځ د روسي کرنيزو محصولاتو د صادراتو ياداښت د پلي کېدو وضعيت "صفر ته نږدې شوی دی." 

هغه رسنیو ته ويلي، چې د روسي کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې د بانکي تادیاتو، بیمې او بندر ته لاسرسي محدودیتونه نه یوازې شته، بلکې نور هم پراخ شوي دي.

نوموړي ويلي، چې په نړۍ کې د خواړو بحران د حل په موخه د تور سمندر له بندرونو څخه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو تړون اوسمهال (( صفر سره ضرب)) ته نږدې شوی دی.

د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ د فبرورۍ په ۱۳مې ویلي، چې دا مهال اوکراین په زیاته اندازه وسلې کاروي او د ناټو پر غړو هېوادونو يې غږ کړی، چې د وسلو تولیدات زیات کړي او د تولیدي ظرفیت په لوړولو کې پانګونې وکړي.

نوموړي دا هم ويلي، چې روسیه اوکراین ته ګڼ سرتیري لیږي او ناټو د سیمې وضعيت څاري، چې روسيه نويو بريدونو ته تياری نيسي.

(ژباړه: شکريه)