چين تر اوسه ۷۶ هېوادونو ته ۳۰ زره طبي کارکوونکي ليږلي
CMG2023/02/15 15:19:51
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې په يوې غونډې کې د خبريال يوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې له بهرنيو هېوادونو سره طبي مرستې د چين د بهرنيو مرستندويه چارو مهمه برخه ده.

نوموړي وويل، چې چين په لومړي ځل ۱۹۶۳م کال کې الجزاير ته مرستندويه طبي ډله ولېږله او له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې يې د افريقا، اسيا، امريکا، اروپا او اوقيانوس ۷۶ هېوادونو ته شاوخوا ۳۰ زره طبي کارکوونکي ليږلي او د شاوخوا د ۲۹۰ ميليونو ناروغانو لپاره يې خدمتي چارې ترسره کړې دي.

روان کال بهر ته د چين د مرستندويه طبي ډلو د ليږد له ۶۰مې کليزې سره برابر دی.

 د چين د دولت رئس شي جين پينګ په دې وروستيو کې مرکزي افريقا کې مېشتې طبي ډلې ته ځوابي پيغام لېږلی او د دې ډلې ټولو غړو ته يې نيکې هيلې او پېرزوینې وړاندې کړې دي.

وانګ ون بين وويل، چين په تېرو ۶۰ کلونو کې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سختو ستونزو او خطرونو لومړۍ کرښې ته طبي ‌ډلې ليږلي او د طبي ټکنالوژۍ په وسیله يې بشري چارې ترسره کړي او په بېلا بېلو هيوادونو کې يې د وګړو روغتيايي خدمتونه کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چين په لوېديځې افريقا کې د ايبولا ناروغۍ د خپريدو په درشل کې بېلا بېلو هيوادونو ته څه دپاسه ١٢٠٠ طبي کارکوونکي ليږلي، ٨٠٠ زياتو ناروغانو ته يې طبي خدمتونه برابر کړې او د ۱۲زرو تنو لپاره د عامې روغتيا روزنيزې چارې يې بشپړې کړي دي.

چين د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د نړۍ ٣۴ هېوادونو ته ٣٧ طبي ډلې او ارزښتناکې تجربې، پلانونه او توکي ليږدولي دي او په ۴۱ هېوادونو کې يې له ۴۶ روغتونونو سره همکارۍ کړي او شاوخوا ٣٠ هېوادونو کې يې د ناروغانو د سترګو درملنه کړې او د زړونو د جراحۍ وړيا طبي خدمتونه يې کړي دي.