د چين استازی: نړيواله ټولنه دې د اقليمي ګرموالي او د سمندري سطحې د لوړېدو مخنيوی وکړي
CMG2023/02/15 10:20:30
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فبرورۍ په ۱۴مې نېټې د سمندري سطحې د لوړوالي او د نړيوالې سولې او امنيت په اړه يوه مباحثوي غونډه ترسره کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون يادې غونډې ته وينا کړې او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې په لازمو اقداماتو او تر خپلې وسې پورې د اقليمي ګرموالي او د سمندري سطحې د لوړېدو مخنيوی وکړي. 

نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د سمندري سطحې د لوړېدو پر پايلو لا زياتې وړاندوينې او څېړنې وکړي او تر خپلې وسې پورې دې د اقليمي ګرموالي مخه ونيسي.

جانګ جون زياته کړې، چې نړيواله ټولنه بايد د هوا تودوخې په اړه د پاريس تړون ټاکلې موخې ته ورسوي او پرمختللي هېوادونه بايد د کاربن دای اکسايډ د ايستونکې اندازې د کمولو په خاطر لا زيات کارونه وکړي.

 له تېر کال راهيسې، د ځينو پرمختللو هېوادونو د انرژۍ تګلارو شاتګ موندلی او د فوسيلي انرژۍ د کارولو او د کاربن دای اکسايډ د ايستلو اندازې يې زياتې شوې دي.

( سپوږمۍ)