د روسیې صدر اعظم مرستيال: په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې انرژۍ چارو ثابت پرمختګ کړی
CMG2023/02/15 10:53:03
شريکول:

د روسیې مرستيال صدراعظم الکسندر نوواک د فبرورۍ په ۱۳مې «انرژي پاليسي» مجلې ته ويلي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د هېواد د انرژۍ صنعتي پرمختګ له بې سارو بهرنيو ننګونو سره مخامخ و.

نوموړي ويلي، چې لوېديځو هيوادونو د روسیې د انرژۍ پر عرضې محدوديت لګولی، روسیې ته د تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ د صادراتو مخه یې نيولې او تصدۍ يې د روسیې د انرژۍ په پروژو کې له ګډون ډډه کوي، خو روسیه د يادو ننګونو پر وړاندې فعال مقاومت کوي او د انرژۍ صنعت يې ثابت پرمختګ موندلی دی.

الکسندر نوواک ويلي، د روسیې تصديو په دې وروستیو کلونو کې د پراختيا ټينګ بنسټ جوړ کړی، د لوېديځ د بنديزونو اغيزې يې کمې کړي او د انرژۍ د نړیوال بازار د بدلونونو په حال کې دوامدار پرمختګ کوي.

د نوموړي په وينا، په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د نفتو تولیدي اندازه ۵۳۵.۲ ملیونه ټنه وه، چې د۲۰۲۱ کال د ورته اندازې په پرتله ٪۲ زياتوالی ښيي، صادراتو يې ٪۷.۶ زیاتوالی موندلی او عمومي اندازه يې ۲۴۲ ملیونه ټنو ته رسيدلي.