چين د نړيوالې ادارې د پياوړتيا په برخه کې له ملګرو ملتونو څخه ملاتړ کوي
CMG2023/02/15 11:07:42
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د فبرورۍ په ۱۳مې نېټې د (( زمونږ ګډه اجنډا)) راپور په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غير رسمي غونډه کې وينا کړې او ويلي يې دي، چې هېواد به یې د نړيوالې ادارې د پياوړتيا په برخه کې د ملګرو ملتونو له چارو او د اوسنيو او راتلونکو ننګونو د حل په موخه به د دغه سازمان له رول ټينګ ملاتړ کوي.

 نوموړي زياته کړې، چې د نړۍ ننګونې يو له بل سره تړلې دي او هيڅ هېواد يا د هېوادونو ډله نه شي کولی، چې په يواځې ځان ستونزې حل کړي، نو اړتيا ده، چې نړيواله ټولنه يووالی وساتي او هېوادونه يو له بل سره همکارۍ وکړي او څواړخيزم وساتي.

دای بينګ ويلي، چې چين به د نړيوالې ادارې د پياوړتيا په برخه کې د ملګرو ملتونو ملاتړ وکړي، له غړو هېوادونو سره به د (( زمونږ ګډه اجنډا )) راتلونکي کارونه په ګډه پر مخ يوسي او د اوسنيو او راتلونکو ننګونو د حل په برخه کې به د ملګرو ملتونو د زيات رول د لوبولو لپاره ټينګ ملاتړ برابر کړي.