شي جين پينګ له ابراهيم رئيسي سره وکتل
CMG2023/02/15 14:32:21
شريکول:

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د۱ ۴ مې نېټې په ماسپښين د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره ليدلي او په يو لړ مسئلو یې ور سره خبرې کړې دي.

 شي جين پينګ له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چین خپلې ستراتېژۍ ته په کتو ايران سره اړيکې پالي او د پرمختګ لپاره يې هڅې کوي او د ده په ټکو،  نړیوال او سيمه ييز وضعيت که هر څنګه بدلېږي، هېواد به یې له شک پرته ايران سره دوستانه همکاریو ته پرمختګ ورکړي.

ولسمشر ابراهيم رئيسي د فبرورۍ په ۱۴ مې نېټې په رسمي سفر چين ته تللی او له دغه هېواد څخه به درې ورځنۍ لېدنه وکړي. د نوموړي دغه سفر نه يوازې بهرنيو هېوادونو ته د هغه سږنی لومړی سفر دی، بلکې د ۲۰۲۱م کال له اګست راهيسې، کله چې هغه د ايران د ولسمشر په توګه دنده پيل کړې، چين څخه په لومړي ځل ليدنه کوي.

ابراهيم رئيسي چين ته له خپل سفر وړاندې د دغه هېواد خلک ورځپاڼې کې يوه مقاله خپره کړې او چين يې پکې د ايران پخوانی ملګری یاد کړی دی. نوموړي په دغې مقالې کې ويلي، چې د نړيوال نظام په نويو حالاتو کې د ايران او چين دوه اړخيزې دوستانه اړيکې لا تقويه او ټينګې شوي او هېواد به يې د پخوا په څېر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګولو پر تګلارو ټينګار وکړي او دغه دريځ به يې د سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو د اغېزو له امله بدل نه شي.

شی جين پينګ له ابراهيم رئيسي سره په خبرو کې ويلي، چې چين د خپلواکۍ، ملي حاکميت،ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حيثيت د ساتلو او د يواړخيزم او بادارۍ د مخنيوي په برخه کې د ايران له هڅو څخه ټينګ ملاتړ کوي او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې له بهرنۍ مداخلې او په ملي امنيت او ټېکاو کې يې له بهرني تخريب سره مخالفت کوي. نوموړي ويلي، چې چين او ايران به د خپلو مرکزي ګټو د ساتلو په برخه کې يو له بل ملاتړ ته دوام ورکړي، د سوداګرۍ، کرنې، صنعت او زېربناوو په ګډون په بېلابېلو برخو کې به خپلمنځي صادقانه همکارۍ پياوړې کړي او هېواد به یې له ايران څخه لازيات باکيفيته کرنيز محصولات وارد کړي او همدا رنګه د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې به خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي، خپلمنځي اتصال به پياوړی او د خلکو تګ راتګ او کلتوري اړيکې به وهڅوي او پراخې به یې کړي.

نوموړي زياته کړې، چې چين به د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون ته د ښکېلو هېوادونو د ورګرځېدو خبرو کې فعال ګډون ولري، د خپلو حقه حقونو د ساتلو په برخه کې به له ايران څخه ملاتړ وکړي او هيله يې ښودلې، چې د ايران اټومي مسله ژر هواره شي.

د چين او ايران د حکومتي ادارو استازو د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د کرنې، سوداګرۍ، سېلانۍ، چاپيريال ساتنې، طب، ناوروين ژغورنې، کلتور او سپورټ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو سندونه لاسليک کړل.