په امریکا کې د اورګاډي اوښتو په پېښه کې سختې ککړتیاوې رامنځته شوې
CMG2023/02/15 15:13:27
شريکول:

د امریکې د اوهایو ایالت په ختیځ فلسطین سیمه کې د فبرورۍ په ۳مه نېټه له اوسپنیزې پټلۍ څخه د اورګاډي اوښتو یوه پېښه وشوه او له امله يې د لویې پیمانې اور سوځونه رامنځته شوه.

د ځايي رسنیو د خبر له مخې، د دې بار وړونکي اورګاډي ۵۰ واګونه له پټلۍ څخه وتلي او په ۱۰ واګونو کې زهر لرونکي کیمیاوي توکي بار وو او له دې جملې څخه ۵ واګونو کې وینیل کلورایډ)VINYL CHLORIDE(بار وو او د چاودېدو امکان يې درلود.

له بېړنیو پېښو سره د مبارزې ځايي ادارې د فبرورۍ په ۶مه نېټه پرېکړه وکړه چې زهر لرونکي ګاز تر کنټرول لاندې خوشی کړي یانې په ترتیب شوي تونل کې د وینیل کلورایډ ګاز منفجر کړي. د دې کار لپاره په شاوخوا څو کیلومترو کې اوسېدونکي نورو ځايونو ته لېږدل شوي وو. ځايي حکومتي ادارې درې ورځې وروسته اوسېدونکو ته خبرتيا ورکړه چې خپلو کورونو ته بېرته ستانه کېدای شي او اعلان يې کړی چې هېڅ ککړتیا نه شته. خو ځايي خلکو د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو عکسونو په خپرولو سره رښتينی حالت په ډاګه کړی چې دغه پېښه سختې پایلې خورې کړې دي.

په عکسونو کې ښکاري، چې لوی اورونه، سوځونه او زیات تور لوګي ليدل کېږي. ځينې اوسېدونکي او ژوي د ټوخي او ارمولي په شمول نښه نښانې لري. خلک غواړي دا مالومات تر لاسه کړي چې له اوسپنیزې پټلۍ څخه د اورګاډي اوښتو د دې پېښې له امله چاپېریال ته څومره ککړتیاوې استولې؟ حکومت او د اوسپنیزې پټلۍ شرکت به کوم تدبیرونه ونیسي. خو د امریکې حکومت او اړوند شرکت غبرګون او ځوابونه ډېر د ناهیلۍ وړ دي.

د امریکې حکومت اړوندې ادارې تر اوسه د زهر لرونکو کیمیاوي ګازو او توکو د ایستلو لیست نه دی خپور کړی. اوس خلک یوازې مالومېږي چې وینیل کلورایډ ګاز ایستل شوی، دغه ګاز د سرطان مرگونې ناروغۍ رامنځته کېدو رول لري، د دغه  ګاز تر چاودېدو وروسته رامنځته شوي زهر لرونکي توکي او ګاز پر بدنونو سختې ناوړې اغېزې کولای شي.

د اوهایو ایالت د خطرناکو موادو کارپوه سیل کاجیانو وویل، دغه پېښه لکه د کیمیاوي توکو له لارې یوه ولسوالي ویجاړه شوې ده، ښايي تر ۵ کلونو وروسته له ځايي اوسېدونکو څخه ګڼ شمېر سرطان لرونکي رامنځته وي.

د امریکې رسنیو د دغې پېښې په اړه راپورونو کې هم د شک وړ ټکي شته. کله چې دغه پېښه د فبرورۍ په ۳مه نېټه وشوه، امریکايي رسنیو په راپورونو کې یوازې ویلي، چې کارپوهان په پلټنه مصروف دي. ورپسې د فبرورۍ په ۸مه نېټه د اوهایو ایالت په یوه خبري ناسته کې یو خبریال د ژوندۍ خپرونې په بهیر کې د پولیسو لخوا ونیول شو او لامل يې دا و چې د ده ژوندۍ خپرونه د ایالت د مشر خبري ناستې ته زیانونه رسوي. په داسې حال کې چې د امریکایانو روغتیا او چاپېریال له سختو ننګونو سره مخ دي، ولې دوی د واقعیتونو د مالومولو حق نه لري؟

د دې پېښې په اړه د نورفولک سوځن (Norfolk Southern) شرکت هم د شک وړ دی. امریکايي رسنیو خبر ورکړ، چې دغه شرکت د بارک اوباما حکومت له زمانې راهیسې د زیاتو ګټو تر لاسه کولو او د اصلي لګښت د کمولو لپاره ډېرې هڅې کړې، هغه شرکت حتی د امریکا درې ولسمشران هڅولي چې امنیتي کنټرول نرم کړي او په اورګاډیو کې د ECP بریک سیستم ځای پر ځای کول يې رد کړي. که په اورګاډیو کې دغه سیستم موجود وي، نو د یادې پېښې په سر کې اورګاډي په خوندي توګه بریک شو او واګونونه يې له پټلۍ څخه و نه وتل.

دغه پېښه ښايي له سره کنټرول شوې وای، خو یو لړ سخت زیانونه يې اړولي دي. ګټو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه د امریکايي سیاستوالو عملونه ملکي وګړو ته هېڅ پاملرنه نه کوي.