د کابل ښار په ځينو سیمو کې کاريدلي توکي پلورل کيږي، خو اوس یې پېر او پلور زيات شوی دی.
ځيني پلورونکي بیا وايي، چې د وزګارتيا له کبله يې د کارېدلو توکو پېر او پلور ته مخه کړې ده.
زمونږ خبريال په دغه ويډيويي راپور کې د کابل ښار د ميوند واټ د «چوک» څلور لارې کې د کارېدلو توکو له ځينو پلورونکو اخيستونکو سره غږېدلی دی.