شي جين پينګ د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د صنعت او پانګونې همکارۍ فورم ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2023/02/16 15:13:21
شريکول:

د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د صنعت او پانګونې همکارۍ فورم د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د چين د شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ياد فورم ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

په دغه پيغام کې راغلي، چې د صنعت او پانګونې په اړه د چين او منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د همکارۍ ژورتيا به د سيمه ييزې صنعتي او برابرونکي ځنځيرونو د ثبات په ګټه دي، د سيمه ييزو هېوادونو د صنعتي چارو پرمختيايي سويه او په نړيوال اقتصاد کې د دوی د برخې اخيتسنې کچه به لوړه کړي او ګډ پرمختګ او سمسورتيا به پرمخ بوزي.

په دغه پيغام کې همدارنګه راغلي، چې چين غواړي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره ستر بازار، بشپړ صنعتي سيستم او پرمختللې تکنالوژۍ شريکې کړي، خپلمنځي واقعي همکارۍ ژورې کړي، متقابلې ګټې تر لاسه کړي، د سيمه ييز اقتصاد د باکيفيته پرمختګ او د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.