د چين د ماشينرۍ صنعت ټولنې د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه مالومات خپاره کړل چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د چين د ماشينري صنعت په جوړښت کې پر له پسې ښه والی راغلی او چټک پرمختګ يې کړی دی. دغه راز په ۲۰۲۲م کال کې د ماشينرۍ صنعت عمده اقتصادي شاخصونو ثابت زياتوالی موندلی دی.
د مالوماتو له مځې، د ۲۰۲۲م کال تر پايه پورې، په چين کې د ماشينري صنعت ۱۱۱ زره لويو تصديو شتون درلود چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله ۱۲ زره زيات شوی دی. په دې سره د چين د لويو تصديو د عمومي شمېر ۲۴.۷ سلنه يې نيولی دی.
په ۲۰۲۲م کال کې د ماشينري صنعت د زياتوالي اندازه د وړم کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه زياتوالی ښيي.
په ۲۰۲۲م کال کې د ماشينري صنعت عمومي عايدات ۲۸۹۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلي چې د وړم کال په پرتله ۹.۶ سلنه زياتوالی ښيي.