امريکا دې چین او نړۍ ته د چين د ملکي بالون په اړه توضیحات ورکړي
CMG2023/02/16 15:07:50
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په اشارې ويلي، چې امريکا دې د چين د ملکي بالون د غورځولو مسئلې په اړه چين او نړيوالې ټولنې ته توضيحات ورکړي.

وانګ ون بين اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د پروسږ کال له مې مياشتې راهيسې امريکا ګڼ شمېر بالونونه په خپله هوايي قلمرو کې خوشي کړي چې په ټوله نړۍ کې ګرځي را ګرځي او د چين د اړوندو حکومتي ادارو له اجازې پرته يې په غير قانوني توګه لږ تر لږه لس ځله د شينجيانګ او شيځانګ په ګډون د چين هوايي قلمرو ته ننوتلي دي. امريکا په دې اړه څه نه دي ويلي او پر چين یې تور لګولی چې ناسم معلومات يې خپاره کړي وي.

وانګ ون بین وويل: امريکا د چين غندنه وکړه چې خپل هوايي قلمرو ته د ملکي بالون په ننوتلو سره يې د امريکا پر ملي حاکميت تيری کړی، خو امريکا بايد د چين هوايي قلمرو ته د خپلو بالونو د ننوتلو په اړه هم توضيحات ورکړي. چين د امريکا د يادو بالونونو په اړه خپل زغم وساته او مسلکي چلند يې غوره کړی دی، خو امريکا د چين د ملکي هوايي بالون پر وړاندې سخت غبرګون وښود. امريکا بايد چين او نړۍ ته په دې اړه توضيحات ورکړي، په جدي توګه دې خپلې تېروتنې سمې کړي، پر چين بې بنسټه تورلګونه دې ختمه کړي او د امريکايانو او نړيوالې ټولنې ناسمې لارښوونې دې ونه کړي. چين دې ته د لازم ځواب د ورکولو حق ساتي. (ژباړه: شکريه)