د چین د نوې انرژۍ موټرو صادرات ډېر زیات شوي
CMG2023/02/16 15:32:51
شريکول:

د چین د ماشیني صنعت ټولنې د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه وویل، تېر کال د چین د موټرو صادراتي شمېر له ۳ میلیونو زیات شو او په دې جمله کې د نوې انرژۍ مصرفونکو موټرو صادرات د ۲۰۲۱م کال په نسبت 1.2 چنده زیات شوي.

شمېرې ښيي، چې تېر کال د نوې انرژۍ مصرفونکو موټرونو د تولید او پلورنې شمېر په جلا جلا توګه ۷ میلیونه، ۵۸ زرو او ۶ میلیونه، ۸۸۷ زرو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله په جلا جلا توګه 96.9 سلنه او 93.4 سلنه زیات شوی. دغو دواړو شمېرو يې نوي ريکارډونه جوړ کړي او د مسلسلو ۸ کلونو لپاره يې د نړۍ لومړی مقام نیولی دی. تېر کال د چین د نوې انرژۍ موټرونو صادرات ۶۷۹ زرو ته رسېدلي او د ۲۰۲۱م کال په نسبت 1.2 چنډه زیات شوي. د روان کال په جنورۍ کې د چین د نوې انرژۍ مصرفونکو موټرونو صادرات ۸۳ زرو ته رسېدلي او د ۲۰۲۱م کال د همدې مودې په نسبت 48.2 سلنه زیاتوالی ښيي.

د چین د موټرو صنعت ټولنې مرستیال سرمنشي چن شه هوا وویل، د چین د نوې انرژۍ موټرو صادرات په وروستیو کلونو کې ډېر زیات شوي او مهم لامل يې دا دی چې د چین اړوندې تصدۍ د تکنالوژۍ او ځيرکتیا په برخو کې د سيالۍ پياوړی توان لري. هغه وویل، د چین نوې انرژۍ مصرفونکي موټر د اروپا بازار ته صادر شوي او ځينې تولیدات يې په اروپا کې د سیالۍ پیاوړی توان لري. ویل کېږي چې د چین د نوې انرژې مصرفونکي موټر د ځیرکتیا په برخه کې وړتیاوې لري. د تولیداتو د څېړنې او تولید په ساحو کې د چیني تصدیو سرعت د زیاتو بهرنیو تصدیو په نسبت ډېر ګړندی دی.

بټرۍ د نوې انرژۍ مصرفونکو  موټرو زړه بلل کېږي چې په بازار کې د همدا ډول موټرونو د سيالۍ توان تر ټولو مهم عوامل دي. له تېرو څو کلونو راهيسې چين کې د بټري چارو چټک پرمختګ کړی  چې د نوې انرژۍ مصرفونکو موټرو د اوږد وخت چلولو، د بټرۍ د چارج وخت د کمولو او د دغه ډول موټرو بیې د لا مناسبېدو په برخو کې يې بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.

د امریکې فورډ موټر شرکت د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه هغه پلان اعلان کړی چې د چین له یو بټرۍ جوړونکي شرکت سره په همکارۍ سره به په Michigan میچګن ایالت کې د بټرۍ توليد یوه فابریکه جوړه کړي او پکې به 3.5 میلیارډه امریکايي ډالره پانګونه وکړي.

د موټر جوړولو فورډ شرکت لومړي اجرائیوي مشر جیم فارلي په همدې ورځ له خبریال سره په مرکه کې وویل، دغه چیني شرکت په نړۍ کې د بټرۍ جوړولو تر ټولو لویه تصدۍ ده او له ډېرو بهرنیو شرکتونو سره د همکارۍ زیاتې تجربې لري. د دوی بټرۍ مناسبه بیه لري او ورسره د همکارۍ په رڼا کې به ښايي زموږ شرکت  8سلنه نورې ګټې ته لاسرسی ولري.

 د چین د موټرو صنعت ټولنې مرستیال سرمنشي چن شه هوا په اشارې وویل، چې د چین د نوې انرژۍ مصرفونکو موټرو د صادراتو په زیاتېدو سره د تعرفې خنډونو او د تولیداتو لیسانس غوښتنې په شمول له یو لړ ستونزو سره مخ دي. هغه په ډاګه کړې چې اوس  نړیوال سوداګریز مقررات او راز راز سوداګریزې لانجې پرمختللو هېوادونو او سیمو ته زموږ د تولیداتو د صادراتو لپاره فشارونه اچوي.

د چین د ماشیني صنعت ټولنې د اټکل له مخې، سږ کال یعنې ۲۰۲۳م کال کې ښايي د اقتصاد د ثابتولو او د مصرف د هڅولو تګلارو په رڼا کې بازار کې د موټرو اړتیاوې نورې زیاتې شي، د نوې انرژۍ مصرفونکو موټرونو پرمختګ او صادرات به پر ښه لوري روان وي. سږ کال به د موټر پلورنې اندازه تر یوې اندازې پورې زیاته شي.

د چین د سوداګرۍ وزارت د وزیر مرستیال لي فې وویل، دغه وزارت به له اړوندو ارګانونو سره د نوې انرژۍ مصرفونکو موټرونو له تصدیو څخه ملاتړ وکړي چې په بهر کې د پلورنې او تر پلورنې وروسته د خدماتو شبکې جوړې کړي او د خپلو سوداګریزو نښو د تبلیغاتو کړنې زیاتې کړي.