د امريکا دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د دغه هېواد د ترانسپورت وزير پيټ بټيګيګ ته يو ليک استولی او په اوهايو ایالت کې يې له پټلې څخه د اورګاډي وتلو له امله د دغه هېواد د بار وړونکو اورګاډو سيستم پر نظارت شک ښودلی دی.
د مالوماتو له مخې، په اوهايو کې له پټلې څخه د اورګاډي وتلو پېښې راهيسې، ځايي خلکو سرخوږي اعلان کړی او لامل يې په ياد اورګاډي کې د ذهر لرونکو موادو خوړېدل بللی دی.
د ريل پټلۍ د کارکوونکو ټولنې چارواکو ويلي، چې دوی د همدا ډول پېښې د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی و، ځکه چې اړوندې ادارې د پانګې د کمېدو لپاره اړوند امنيتي اقدامات هم کم کړي دي.