د فرانسې ولسمشر له وانګ يي سره وکتل
CMG2023/02/16 15:20:51
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د پاريس په ليسيس ماڼۍ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر مشر وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلې، چين تل فرانسې سره همکاري خپل لومړيتوب بولي او غواړي چې له فرانسې سره د لوړې کچې تګ راتګ زيات کړي، د چين او فرانسې ترمنځ د اړيکو نوي پرمختګونه ومومي، د چين او اروپا اړيکو ته نوی محرکات ورکړي او د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا او د نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره نوې مرستې وکړي.

ایمانویل مکرون وويل چې، فرانسه له چين سره اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي، د فرانسې او چين ترمنځ د ستراتيژيک ډيالوګ پياوړتيا ورته ستر اهميت لري. دواړه اړخې بايد مخ په پيچلي کېدونکي نړيوال حالت کې د ثبات او برابرۍ د ساتلو، د څو اړخيزم د ټينګولو، له ډله ییزو مقابلو سره د مخالفت او د نړۍ د وېش د مخنيوي لپاره ګډ کار وکړي.

فرانسه هيله لري چې د اقليمي بدلون، بيولوژيکي تنوع او د سمندري چاپېريال ساتنې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي.