د نړيوال بانک مشر داويد مالپاس د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه د دغه بانک اجرايوي کمېټې ته خبر ورکړ، چې هغه به د سږ کال د جون له ۳۰مې نېټې مخکې له خپلې دندې څخه استعفا وکړي.
ټاکل شوې چې د نړيوال بانک د مشر په توګه د مالپاس د ماموريت موده د ۲۰۲۴م کال تر اپريل پورې پای ته ورسيږي.
د نړيوال بانک د اړوندې اعلاميې له مخې، مالپاس د خپلې استعفا لامل نه دی ويلی.
مالپاس د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا نومول شوی و، د ۲۰۱۹م کال له اپريل څخه يې د نړيوال بانک د مشر په توګه دنده پيل کړې او د ماموريت موده يې پنځه کاله ده.
د عادت له مخې، د نړيوال بانک مشر هميشه د امريکا او د پيسو نړيوال صندوق مشر د اروپايي هېوادونو لخوا نومول کېږي.