د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه وویل، چین او اروپا تر مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې د دواړو خواوو د بشري حقونو په اړه ۳۸م ډيالوګ به د بلژیک په بروکسیل کې ترسره شي. دواړه خواوې به د بشري حقونو د پرمختګ او د اړوندو نړیوالو همکاریو په هکله د نظریو تبادلې وکړي.
وانګ ون بین وویل، چین غواړي د عدالت او متقابل احترام پر بنسټ د اروپا په شمول له بېلا بېلو خواوو سره د بشري حقونو په اړه رغنده ډيالوګ او همکارۍ وکړي تر څو خپلمنځي تفاهم او ګډې نظریې پراخې کړي. (هیله)