چین به پرهغو امریکايي تصدیو بندیزونه ولګوي چې د چین د ملي حاکمیت امنیت ته يې زیانونه رسولي
CMG2023/02/16 14:49:39
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چین به له قانون سره سم پر هغو امریکايي تصدیو بندیزونه ولګوي چې د چین د ملي حاکمیت امنیت ته يې زیانونه رسولي. 

وانګ ون بین وویل، امريکا ته د چین د يوه ملکي بې پيلوټه بالون ننوتل یوه له کنټرول څخه وتلې پېښه وه، چین څو ځلې امریکې ته په دې اړه توضيحات ورکړي دي. خو امریکې په نا مناسب غبرګون سره پوځي عمل وکړ او د دې پېښې په پلمه يې د چین پر تصدیو او ارګانونو ناقانونه بندیزونه لګولي دي. چین له دې سره سخت مخالفت کوي او د قانون له مخې به پر هغو امریکايي تصدیو بندیزونه ولګوي چې د چین ملي حاکمیت او امنیت ته يې زیانونه رسولي، چین به د خپل ملي حاکمیت او قانوني حقونو کلکه ساتنه وکړي. (هیله)