د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کميټې د چيني بالون په اړه د امريکا د استازيو مجلس د پرېکړه ليک په باره کې يوه اعلاميه خپره کړه
CMG2023/02/16 15:09:17
شريکول:

د امريکا د استازيو مجلس د دغه هېواد په هوايي قلمرو کې د چيني بالون په اړه يو پرېکړه ليک تصوريب کړ، د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کميټې د فبرورۍ په ۱۶مه نېټه د دې پرېکړه ليک په اړه يوه اعلاميه خپره کړه.

يادې کميټې په دې اعلاميه کې ويلي چې د امريکا دغه پرېکړه ليک " د چین ګواښ" مبالغه کوي او دا ناوړه تبلیغات او سیاسي دسيسه ګڼل کېږي. موږ د امريکا له استازيو مجلس څخه په کلکه غوښتنه کوو چې واقعيتونو او نړيوالو قوانينو او اصولو ته درناوى وکړي، سمدلاسه دې پر چين تورلګونه ختمه کړي او له داسې ګامونو ډډه وکړي چې د حالاتو د لا خرابېدو لامل وګرځي. (ژباړه: شکريه)