د تاجکستان په ډيرو سیمو کې د فبرورۍ په ۱۵مه د واورو ښوئېدو پېښې رامنځته شوې او له امله یې ۱۰ تنه مړه شوي دي.
د تاجکستان د بيړنيو حالاتو کمېټې د خبر له مخې، د دغه هيواد په جنوب ختيځ کې د د ګرنو بدخشان ايالت په مرکز خاروغ کې د واورو ښوئېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ٢٢ کورونه ړنګ شوي. په خبر کې دا هم ویل شوي چې په دوشنبه ښار او نورو ځایونو کې د واورو ښوئېدنې دوه کسان وژلي او ډير موټرونه تر واورو لاندې شوي دي.
د تاجکستان د چاپېريال او هوا پېژندنې ادارې په همدې ورځ ويلي چې د واورو ښوئېدنې ګواښ به د روانې مياشتې تر ١٩مې نېټې پورې دوام وکړي.