د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د کيفيت په پياوړتيا د هېواد د ابادۍ پروګرام خپور کړی دی.
په دغه پروګرام کې راغلي، چې چين به تر ۲۰۲۵م کال پورې د خپلو توليداتو کیفیت او د سوداګریزو نښو اغېزې نورې هم لوړې کړي او تر ۲۰۳۵م کال پورې به د تولیداتو کیفیت او د سوداګریزو نښو عمومي توان لوړې سویې ته ورسوي.
دغه پروګرام ۱۱ څپرکي او ۳۲ مادې لري او د باکیفیته جوړونې له لارې د هېواد د ابادۍ حالاتو، عمومي غوښتنو، عمده دندو او تضمین په اړه تشريحات او څرګندونې پکې وړاندې شوې دي او ټينګار پکې شوی، چې په نوې زمانې کې د چين د پرمختګ په بهیر کې د کیفیت او ګټو لوړېدو ته باید جدي پاملرنه وشي او د کيفيت په پياوړتيا دې د هېواد پر ابادۍ ټينګار وشي.
(هیله)