د سږني پسرلني اختر په درشل کې څه باندې ۵۵ میلیونو خلکو د چين په ملکي الوتنو تګ راتګ کړی
CMG2023/02/17 11:30:05
شريکول:

د چین د ملکي هوايي چلند ادارې مرستیالې شانګ که جیا د فبرورۍ په ۱۶مې نېټې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې د سږني پسرلني اختر په موده کې یعنې د جنورۍ له ۷مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې څه باندې ۵۵ میلیونو خلکو د چين په ملکي الوتنو تګ راتګ کړی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۳۹ سلنه زیاتوالی ښيي. 

چین د تېر کال په پای کې د کرونا وبا ضد تدبیرونه تنظیم او نرمې تګلارې يې جوړې کړي او د هوايي چلند چارې يې د چټک عادي کېدو په حال کې دي.

چين تېره اوونۍ یعنې د فبرورۍ له ۶مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې له ۵۸ هېوادونو سره هوايي پروازونه بیا اعاده کړي او په همدې مودې کې ۹۸ کورنيو او بهرنيو هوايي شرکتونو ۷۹۵ پروازونه ترسره کړي دي. 

شانګ که جیا ويلي، چې چين ته د نړیوالو سوداګرو د تګ راتګ او سیلانيزو چارو په عادي کېدو سره به د نړیوالو پروازونو شمېر نور هم زیات شي.

(هیله)