د اړوندو شمېرو له مخې، د چين او امريکا د ۲۰۲۲ کال دوه اړخيز سوداګريز حجم نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جوی تينګ د فبرورۍ په ۱۶مې نېټې په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو پر ګټو پورې اړه لري او د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي.
نوموړې ويلي، د دواړو هېوادونو د سوداګريز حجم له نوي ريکارډ او پياوړي پرمختګ ښکاري چې د چين او امريکا اقتصادي جوړښتونه يو پر بل قوي اتکا لري او دواړه هېوادونه په اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ګډې ګټې موندلی شي.
هغې په چين کې د امريکا د سوداګرۍ ټولنې په قول ويلي، چې د چين بازار د امريکايي شرکتونو لپاره يو انتخاب نه دی، بلکې اړتيا ورته لري. د امريکا او چين د سوداګرۍ کمېسيون په دې نظر دی، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو نژديوالی د خلکو په ګټه يوه ښه تګلاره ده.
شو جوی تينګ زياته کړې، چې چين به تل پر پرانېستو همکاريو ټينګار ولري او د خپل پرمختګ له لارې به نړی ته فرصتونه برابر کړي.