چین د امريکا دوه شرکتونه د بې باورۍ په لېست کې شامل کړي
CMG2023/02/17 15:03:54
شريکول:

د چین سوداګرۍ وزارت د فبروۍ په ۱۶مې نېټې د بې باورۍ تصدیو ليست يوه اعلامیه خپره کړې، چې له مخې يې، د چين حکومت د لوکهيد مارتين (Lockheed Martin Corporation) او د رېتهیون میسلیس او دفاع (Raytheon Missiles & Defense) په نوم دوه امريکايي شرکتونه د بې باورۍ په لېست کې شامل کړي دي او لامل یې دا بلل شوی، چې دغو شرکتونو د چين پر تايوان پوځي وسلې پلورلې دي.

د اعلاميې له مخې، ياد شرکتونه اجازه نه لري چې د چين په اړه صادرات او واردات وکړي او په چين کې نوې پانګونې وکړي. لوړ پوړي چارواکي يې نه شي کولی، چې چين ته سفر وکړي او په دغه هېواد کې به د دوی د کار او استوګنې جوازونه هم لغوه شي او نور به منظوري ور نه کړي. برسېره پر دې، د چين حکومت به د امريکا يادې تصدۍ نغدي جريمه کړي.

(هیله)