"په ورته وخت کې څو اورګاډي له پټلۍ وتلي، باید یو څه غلط وي!"
CMG2023/02/17 15:21:23
شريکول:

" په ورته وخت کې څو اورګاډي له پټلۍ وتلي، دا ناشونې ده، باید یو څه غلط وي! " د امريکا په ټولنیزو ويبپاڼو کې خلکو يادې پوښتنې وکړې.

لږ څه مخکې په اوهایو ايالت کې اورګاډي چې پکې زهر لرونکي کیمیاوي توکي بار وو، له پټلۍ څخه وتلي، ځايي خلک لا هم په وېرې او شکونو کې پاتې دي. خو همدا اوس د امریکا په ټکساس او جنوبي کارولینا ايالتونو کې همدا ډول پېښې یو په بل پسې رامنځ ته شوې دي.

د امریکا د ((نیوزویک)) ويبپاڼې د یوه راپور له مخې، یوازې د روان کال په لومړيو دوو میاشتو کې په امریکا کې د اورګاډي تر لسو ډېرې پېښې شوې دي او دا د حیرانتیا وړ ده، چې هر کال په دغه هېواد کې د ورته پېښو شمېر په اوسط ډول ۱۷۰۰ ته رسېدلی دی.

د امريکا د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال شاوخوا ۴.۵ ميلیونه ټنه زهرجن کیمیاوي توکي په اورګاډو لېږدول کېږي او هره ورځ په اوسط ډول ۱۲۰۰۰ اورګاډي چې خطرناک توکي لېږدوي، له ښارونو او ښارګوټو څخه تېرېږي. دغه اورګاډي چې پر زاړو پټليو باندې تېرېږي د خطر سرچینه ده.

په حقيقت کې داسې پېښې له ډېرو کلونو راهيسې د پټلۍ شرکت د هغه ډول کړنو پايله ده چې يوازې يې ګټو ته پام کړی او امنيتي ګواښونو ته يې پام غورځولی دی. دا هم د امریکايي پټلۍ سيستم يوه بېلګه ده چې ترې ژورې پراختیایي ستونزې ښکاري.

د امريکا د بار وړونکو اورګاډو د لويو شرکتونو په نظر، پټلۍ کليدي زیربنا نه دي، خود پیسو ګټلو وسيله ده. له همدې امله، د لګښتونو کمول، د موثریت ګړندي کول او د شرکت خاوندانو ته نامشروع ګټې رسول اصلي پاملرنې ګرځېدلې دي. د امريکا رسنيو خبر ورکړ چې د نورفولک جنوبي پټلۍ ډله (norfolk southern railway corp.) چې د اوهایو ایالت له پېښې سره تړاو لري، د لګښت کنټرول لپاره پر له پسې په اړوندو برخو کې پيسې مصرفوي، لکه د اورګاډي سرعت د اضافي محدودیتونو او د ECP بريک سيسټم (Braking System) له نصب مخالفت، د اورګاډي د اوږدوالي دوامدار زیاتول، د اورګاډي او پټلۍ د څار وخت کمول، د اورګاډي د وتلو فریکونسۍ (frequency) ډېرول او د پټلۍ کارکوونکو کمول او داسې نور دي. د پورتنیو کړنو پایله دا ده، چې پروسږ کال د دغه شرکت عاید ۱۲.۷ ميلیاردو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او دغه رقم نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

کله چې د اورګاډي سیسټم له "پیسو بوی" څخه ډک وي، خطرونه راټول او نږدې کېږي. د برېټانیا ګارډین ورځپاڼه په دې باور ده چې د اوهایو پېښه یو خطرناک زنګ دی او له دې پېښې څخه امريکا کې د پټلۍ پراختیا ماډل جوړښتي نیمګړتیاوې ښکاري. د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، امريکا د " نیو لیبرالیزم " (Neo-liberalism) په نوم خپله پراختيايي مفکوره جوړه کړې چې د اقتصادي موثریت په تعقیب ټینګارلري او د لګښتونو کمولو ته دوام ورکوي.

کله چې هر څه د ګټې پر بنسټ وي، مهمه نه ده چې امريکا څومره زیربنایي پلانونه وټاکي، عامو خلکو ته به يې ګټه و نه رسېږي.

د پرمختګ په غلطه لاره کې له لسیزو تېرېدو وروسته، امريکا لوی سیسټماتیک خطرونه راټول کړي دي. د اوهایو ايالت پېښه یوازې د یخچال یو کوچنی کونج دی. که امریکایی سیاستوال ژور جوړښتي اصلاحات پلي نه کړي، د زیربناوو هر ډول ستر پلانونه به يوازې د شرکت خاوندانو ته د پيسو د لېږد لپاره بې مانا لوبه وګرځي. (ژباړه: شکريه)