د چين د ژغورونکې ډلې ۸۲ غړي د فبرورۍ په ۱۶مې نېټې د ترکيې د ادانا ايالت له نړيوال هوايي ډګر څخه په ځانګړې الوتکې کې خپل هېواد ته ستانه شوې ده.
د مالوماتو له مخې، د چين د هانکانګ خاصې اداري سيمې ژغورونکې ډله هم په همدې الوتکې کې هېواد ته ستانه شوې ده.
د چين د ژغورونکې ډلې مشر جاو مينګ رسنيو ته ويلي، چې ژغورونکو يې په ترکيې کې د ۷۰۰ زره متره مربع په مساحت زلزله ځپلو سیمو کې ۲۱ ځلې ژغورونکې چارې ترسره کړي او د نړيدلو ودانيو له کنډو کپرو يې ۶ کسان ژوندي او د ۱۱ کسانو جسدونه را ايستلي دي.
د ترکيې حکومت د چين د ژغورونکې ډلې د کارونو لوړه ستاينه کړې ده.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د سيمه ييزې همغږۍ چارواکي اسماعيل د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې د چين ژغورونکې ډلې مننه کړې او ويلي يې دي، چې د دې ډلې کوښښونه به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم نږدې کړي.