چين: نړيواله ټولنه باید د نورډ سټريم د طبيعي ګازو پر نلليکې شوې چاودنه وڅيړي
CMG2023/02/17 11:32:01
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۶مې نېټې يوې خبري غونډې ته په وينا کې د نورډ سټريم نلليکې بنسټيز تاسيسات ډېر مهم بللي او ويلي يې دي، چې د دغې نلليکې تخریبېدل د انرژۍ پر نړيوال بازار او ايکولوژۍ ډېرې منفي اغېزې کړي او د نړيوالې ټولنې اندېښنې يې راپورته کړې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف په دې وروستيو کې رسنيو ته ويلي، چې د نورډ سټریم د پایپ لاین د چاودنې په اړه د امریکا د مشهور ژورناليست سيمور هيرش په راپور کې د ورکړل شويو مالوماتو په اړه بايد هراړخيزې څېړنې او پلټنې وشي.

وانګ ون بين يادې خبري ناستې ته ويلي، چې لوېديځو رسنيو د نورډ سټريم پر نلليکې د پېښې په پيل کې د عاملينو په اړه اټکلونه کول، خو کله چې څېړنيز خبريال سيمور هيرش د يادې پېښې په اړه راپور خپور کړ، نو د لوېديځ ټولې هغې رسنۍ، چې د بیان ازادۍ، مسلکيتوب او عدالت دعوې کوي، چوپه خوله پاتې شوې دي.

نوموړي ويلي، اړينه ده، چې نړيواله ټولنه د نورډ سټريم نلليکې د يادې چاودنې په اړه دقیقه، بې طرفه او مسلکي څیړنه وکړي او بريدګر بايد د قانون منګولو ته وسپاري.