د چين د کمونېست ګوند مشرتابه: چين د کرونا وبا ضد مبارزې کې لوی او پرېکنده برياليتوب ترلاسه کړی
CMG2023/02/17 15:43:41
شريکول:

د چين حکومت د کرونا د خپرېدو په تېرو درېيو کلونو کې د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړی او له بدلېدونکو حالاتو سره سم يې د دغې وبا د کابو کولو اقدامات تنظيم کړي، چې پر مټ يې په دغه هېواد کې د وبا د وقايۍ چارې اسانې شوې دي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېټې د فبرورۍ په ۱۶ مې نېټې په يوې غونډې کې ویلي، چې هېواد يې د کرونا وبا ضد مبارزې کې لوی او پرېکنده برياليتوب ترلاسه کړی دی.

يادې کمېټې ويلي، چې په چين کې په لويې پيمانې د کوويد-۱۹ ويروس د هغو بڼو د خپرېدو مخه نيول شوې، چې د سختو ناروغيو او د مړينې د لوړې کچې سبب کېږي او د ۲۰۲۲م کال له نومبر راهيسې يې د وبا وقايوي چارې نوې مرحلې ته داخلې شوي او د دې ويروس له امله د مړېنې کچه يې په نړۍ کې تر ټولو ټيټه ساتل شوې ده.

د يادې غونډې مشري د چين د دولت رئيس شي جين پينګ کړې ده.

د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېټې په يادې غونډې کې ويلي، چين به هڅې وکړي، چې د وبا د خپرېدو وضعيت د څارنې او د وړاندوينې توان پياوړی کړي، داسې څارګر او مالوماتي سيسټمونه به جوړ کړي، چې په دقیقه توګه د وبا وړاندوينه او د وقايې او کنټرول بېړني اقدامات  وکولی شي.

يادې کمېټې ويلي، چې چين به عمر خوړلو او زړو کسانو ته د واکسين د تطبيق کچه لوړه کړي، روغتيايي سيسټم به اصلاح کړي، طبي خدمتي شبکې او د طبي وسايلو او درملو تولید او عرضه به تقويه کړي.