ملګرو ملتونو د ترکيې له زلزله ځپلو سره د يو ميليارډ امريکايي ډالرو د مرستې غوښتنه کړې
CMG2023/02/17 11:31:14
شريکول:

د شينهوا اژانس د خبر له مخې، ملګرو ملتونو د فبرورۍ په ۱۶مې نېټې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې ترکيې ته يو ميليارډ امريکايي ډالره بېړنۍ بسپنه برابره کړي او د دې هېواد له ۵ اعشاريه ۲ ميليونو زلزله ځپلو وګړو سره دې مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ چارو همغږۍ ادارې ويلي، چې د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې يې د يادې بسپنې راټولونه پېل کړې ده.

يادې ادارې ويلي، چې راټوله شوې بسپنه به په درېیو میاشتو کې د ترکیې ۵،۲ ميلیونو زلزله ځپلو وګړو ته ورسوي او پناه وړونکو او بې کوره کسانو ته به لومړیتوب ورکړي.

يادې ادارې زياته کړې، چې په يادې بسپنې به زلزله ځپلو وګړو ته لنډمهالې سرپناوې، خواړه، طبي او غذايي مواد، څښاک اوبه او د روغتیا ساتنې اسانتیاوې برابرې کړي او بيارغونې کې به هم ترې ګټه واخلي.