چين په تېرو ۱۰کلونو کې د ايران تر ټولو لوی سوداګريز همکار و
CMG2023/02/17 10:39:05
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جوی تينګ د فبرورۍ په ۱۶مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د چين او ايران تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ اندازه ۱۵ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې، چې د وړم کال په پرتله ۷ سلنه زياتوالی ښيي.

نوموړې ويلي، چې چين په تېرې يوې لسیزې کې د ايران تر ټولو لوی سوداګريز همکار پاتې شوی دی او زياته کړې يې ده، چې هېواد به یې له ايران سره يو ځای د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په برخه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې او په بېلا بېلو برخو کې به خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي.

د نوموړې په وينا، چين به غوره ايراني توکې وارد کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ اړوندې همکارۍ به ورسره پراخې او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې به خپلمنځي څواړخيزې همکارۍ ورسره پياوړې کړي او دواړه هېوادونه به د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره نوی ځواک برابر کړي.