د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي له چين مډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه
CMG2023/02/18 14:50:50
شريکول:

د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د فبرورۍ په ۱۵مې نېټې له چين میډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه.

ابراهيم رييسي په دغه مرکه کې  وویل، چې ايران له چين سره عنعنوي دوستي لري او دواړه خواوې ګډ دريځونه او ګټې لري. ايران او چين له يو اړخيزم سره د مخالفت کولو او د خپلواکۍ ساتلو په باره کې ورته نظريې لري. دواړه هېوادونه خپلمنځي همکارۍ او د شانګهای همکارۍ سازمان په شمول د سيمه ايزو سازمانونو له لارې همکارۍ ټينګولی شي. هغه زياته کړه، چې چين ته د ده د سفر هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو همکاريو هڅول دي، چې د سياست، اقتصاد او تجارت او علمي تېکنالوژيو په شمول ساحو کې همکارۍ به شاملې وي.

نوموړي د شانګهای همکارۍ سازمان د يادونې په وخت کې وويل، چې د ايران حکومت په دغه سازمان کې د رسمي شامېلېدو په نسبت د چين له دولت رئيس شي جين پينګ او د دغه سازمان د غړو نه مننه کوي. د ايران په نظر دغه سازمان د بېلا بېلو غړيو تر منځ د تګ راتګ، د سيمه ايزو هېوادونو تر منځ د تماسونو او د نظريو تبادله کولو پياوړتيا ، په ځانګړې توګه د اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت په ساحو کې د همکاریو لپاره رغنده رول لري. ايران به په دغه سازمان کې له شاملېدو وروسته يو فعال غړی وګرځي او باور لري، چې دغه سيمه ايزې همکارۍ به د دې سيمې د هېوادونو تر منځ  اړیکې لا ټینګې کړي.