له ۱۴۰۰ زياتو باروړونکو اورګاډيو د چينګ داو او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کړی
CMG2023/02/18 14:52:21
شريکول:

د چين د شان دونګ ولايت د چينګ داو ښار ګمرکي ادارې خبر ورکړی، چې د ۲۰۱۸م کال په جون کې په چينګ داو ښار کې د چين - شانګهای همکارۍ سازمان د سيمه ييزو سوداګريزو همکاريو نومونوي سيمې له جوړېدو راهيسې ۱۴۵۹ باروړونکو اورګاډيو د نوموړې نمونوي سيمې او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کړی او ۱۲۰ زره معياري کنتينرونه يې لېږدولي دي.

په تېرې جنورۍ کې په دغې نمونوي سيمې کې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ شمېر د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۵۰ سلنه زياتوالی ښيي. تر اوسه پورې په دغې نمونوي سيمې کې د چين او اروپا ترمنځ د باروړونکو اورګاډيو ۱۹ عادي پټلۍ پرانيستل شوې دي.