بېجينګ: د چيني شکله عصري کېدو بهير د بشري حقونو د پرمخبېولو او ساتلو بهير دی
CMG2023/02/18 14:52:50
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۷مې نېټې يوه نوبتي خبري ناسته کې پر دې ټينګار  وکړ، چې د چيني شکله عصري کېدو بهير د بشري حقونو د پر له پسې پرمخبېولو او ساتلو بهير دی.

د ملګرو ملتونو د اقتصاد، ټولنې او فرهنګ د حقونو کمېټې اوس د سويس په ژنيو کې په چين کې (( د اقتصاد، ټولنې او فرهنګ د حقونو په اړه نړيوال اصول )) د تطبيق حالت څارنه کوي.

وانګ ون بين په دې هکله وويل، چې د چين استازي د فبرورۍ له ۱۵مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د سويس په ژنيو کې د يادو نړيوالو اصولو د  په درېیم ځل څارنې کې د ګډون په وخت کې د اړوندو کارونو او د دغو اصولو د تطبيق په هکله د چين د حکومت د نظريو په هکله معلومات ورکړل. بېجينګ پر دې ټينګار کړی، چې چين د بشري حقونو ساتنې د پرمختګ  په برخه کې پر خپلې لارې ټينګار کوي او همدا لامل دی چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو چارو تاريخي لاسته راوړنې  لرلي او د خلکو د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي حقونو د تامينولو د سويې نوي پړاو ته يې رسېدلی  دی.