بېجينګ: امريکا بايد د چين د ملکي هوايي بالون پر وړاندې سخت غبرګونونه ونه کړي
CMG2023/02/18 14:50:04
شريکول:

امريکا څه موده مخکې هغه نظر خپور کړی، چې چين د امريکا د نظامي تاسيساتو پر توليدوونکو تصديو د بنديز لګولو اعلان کړی او د هوايي بالون پېښې ته یې د عامو افکارو پاملرنې انتقال کړې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۷مې نېټې په خبري ناسته کې دغه څرګندونې رد کړي دي.

 وانګ ون بين له امريکا څخه پوښتنه کړې، چې ولي د ۱۸۰۰۰مترو په فضا کې بالون ليدلی شئ، خو د اوهايو ايالت په هوا کې د زهر لرونکو کيمياوي ګازو او توکو وريځ ته يې سترګې پټې کړې؟ ولي د نارډ سټريم نل ليکې د ويجاړولو پېښې په پيل کې له پلټنې څخه غوښتنه کړئ، خو د امريکايي خبريال د تازه څيړنيز راپور له خپرولو وروسته چوپه خوله يئ؟

دغه راز وانګ ون بين زياته کړه، امريکا بايد په دې اړه توضيحات ورکړي، چې په هوا کې غورځول شوی نور درې توکې څه دي. امريکا بايد د چين د ملکي هوايي بالون پر وړاندې په زور او سخت غبرګونه ښودنه نه کړي، په دې هکله دې سياسي دسيسه تر سره نه کړي او پر چين بې بنسټه تور ونه لګوي.