د چين بهرنيو چارو وزارت چين ته د ايران د ولسمشر ابراهيم رييسي د سفر په هکله معلومات ورکړل
CMG2023/02/18 14:51:50
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۱۷مې نېټې يوه نوبتي خبري ناسته کې چين ته د ايران د ولسمشر ابراهيم رييسي د سفر په هکله معلومات ورکړل.

وانګ ون بين ويلي، چې له چين څخه د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د ليدنې په وخت کې د دواړو هېوادونو مشرانو دوستانه خبرې اترې وکړې، پراخې او مهمې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې، له دې سره يې موافقه  وکړه، چې د يو بل په مرکزي ګټو پورې لرونکو مسئلو په هکله به متقابل ملاتړ  کوي او د دواړو هېوادونو د واقعي همکاریو ګډه هڅونه به وکړي. دواړه خواوې غواړي يو د بل په کورنيو چاروکې د لاس نه وهنې اصول ساتنه ، د منځني ختيځ د سولې او ثبات هڅونه او نړيوال عدالت ساتنه وکړي.  

چين په ټينګار سره د منځني ختيځ له هېوادونو سره د يووالي او همکاریو او د سيمه ايزو مسئلو د حلولو پلوي کوي او د منځني ختيځ له خلکو څخه ملاتړ کوي، چې په خپلواکۍ سره د پرمختګ لاره ولټوي.