د جرمني صدراعظم اولاف شولز له وانګ يي سره وکتل
CMG2023/02/18 14:58:27
شريکول:

د جرمني صدراعظم اولاف شولز د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه د دغه هېواد په مونيخ کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون دفتر مشر وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي نوموړي ته وويل، چې چين غواړي په هراړخيزه توګه له جرمني او اروپا سره په بېلا بېلو برخو کې تګ راتګ بيا پيل ، خپلمنځي همکارۍ او متقابل تفاهم لا پياوړی کړي. ده زیاته کړه، چې چين او جرمني بايد د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د نوي پړاو د سلامشورو د پيل لپاره هڅې وکړي او د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ نقشه دې جوړه کړي.

نوموړي دغه راز  څرګنده کړه، چې چين او جرمني بايد د څواړخېزم او ازادې سوداګرۍ ملاتړ وکړي، د اړيکو او همکارۍ ځنځير د پرې کولو له غوښتنې سره دې مخالفت وکړي او د توليد او عرضې د نړيوال ځنځير ثبات دې خوندي وساتي.

شولز په کتنه کې د دې خبر په اړه خوشحالي څرګنده کړه، چې چين د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کړی او له دې سره يې موافقه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د سلامشورو نوی پړاو دې ژر تر ژره پيل شي. نوموړي د جرمني او چين ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمختګ ټينګ ملاتړ  څرګند کړ او و يې ويل، چې د جرمني او چين ترمنځ پياوړې اړيکې او سوداګريزې همکارۍ د نړيوال ثبات او سمسورتيا لپاره ګټورې دي.

همدا راز دواړو خواوو د اوکراين د مسئلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې.