د چین ترانسپورت وزارت د فبرورۍ په ١٦مه نېټه د لومړنيو شمېرو په خپرولو وویل، چې د ٢٠۲٣م کال د پسرلني جشن د ٤٠ ورځني سفر په بهير کې په چین کې د خلکو د تګ راتګ کچه ۴ میليارده او ۷۳۳ میلیونه وه، چې د ٢٠۲٢م کال د همدې مودې په پرتله ۵۰،۵ سلنه زياتوالى ښيي. له دې څخه څرګندېږي چې د چین خوځنده ځواک ستر دی. له دې جملې څخه د چين او اروپا تر منځ ۱۸۰۲ اورګاډي چلول شوي او ١٩٠ زره کانتینرونه ليږدول شوي دي. په پرله پسې ٣٣ مياشتو کې د چين او اروپا تر منځ له زرو څخه زياتو اورګاډيو تګ راتګ کړی دی، چې په مؤثره توګه د نړیوال صنعتي اکمالاتو د سلسلو ثبات یې تضمین کړی دی.
د روان کال له پيل راهيسې، د چين د بهرنۍ سوداګرۍ چارې چټکې شوې او د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ نوی سرعت ترلاسه کړی دی. شمېرې ښيي، چې د روان کال په جنورۍ کې د چين او اروپا ترمنځ د ۱۴۱۰ اورګاډيو له لارې د ۱۴۷ زرو کانتینرونو مالونه لېږدول شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۶ سلنه او ۱۳ سلنه زياتوالى ښيي. د خلکو د ورځنیو اړتیاوو، میخانيکي تاسیساتو او د طبي توکو په ګډون لازيات محصولات د چین او اروپا ترمنځ د اورګاډيو له لارې ټولې نړۍ ته لیږدول شوي، کوم چې په مؤثره توګه د نړیوالو اکمالاتو سلسله خوندي کوي او د چین د پسرلي جشن په موده کې بازاري عرضه یې تضمین کړې ده. د ۲۰۲۰م کال له مې میاشتې راهیسې، په پرله پسې ۳۳میاشتو کې هره یوه میاشت کې د چین او اروپا ترمنځ له زرو څخه زیات اورګاډيو تګ راتګ کړی دی.
په تېره جنورۍ کې د چين د جه جیانګ ولايت له يي وو ښار څخه د هاسپانيې تر مادرید پورې اورګاډي ۲۴۰ ځله تګ راتګ کړی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷۲،۱ سلنه زيات شوی دی. تر اوسه پورې، نوموړی اورګاډۍ د چين له يي وو څخه د اروپا او اسيا ۵۰ هېوادونو څه د پاسه ۱۶۰ ښارونو ته رسېدلی دی، چې په برياليتوب سره د اروپا او اسيا منځ اړيکې پياوړې شوې دي.
د چین او اروپا ترمنځ اورګاډی په نړۍ کې د اسانه، ګړندي، خوندي او زرغون اقتصاد د نوي ډول ترانسپورتي وسیلې په توګه، د چين لپاره په نړيواله پرانيستې همکارۍ کې د ګډون او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره اصلي وسیله ګرځېدلې ده. د شمېرو له مخې، له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د هېوادونو تر منځ کلنۍ سوداګریزه کچه په منځني ډول ۸،۶ سلنه زياته شوې. په ۲۰۲۲م کال کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د هېوادونو ترمنځ سوداګریزه اندازه ۱۳،۸۳ تريليونو يوانو ته رسېدلې، چې یو تاريخي ریکارډ يې جوړ کړی دی.
د چين او اروپا تر منځ د اورګاډي تګ راتګ په پرله پسې توګه روان دی، د يو کمربند او يوې لارې پروژه ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او د چين بهرنۍ اقتصادي او سوداګريزه همکاري مخ په زياتېدو ده. په ۲۰۲۲م کال کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ اندازه نوې مرحلې ته رسېدلې او د لومړي ځل لپاره له ۴۰ ټريليونو يوانو څخه لوړه شوې ده. د وبا د مخنيوي او کنټرول د چین تګلارې په اصلاح او سمون سره به د چينایانو توليد او ژوند په هراړخیزه توګه بېرته عادي حالت ته راشي، د چين د اقتصاد او ټولنې خوځنده ځواک به نور هم زیات شي او چین به د نړیوال اقتصاد د بیارغونې د ثبات د انجن په توګه دوام وکړي.