د اوکراين خبري رسنيو د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ، چې د اوکراين د بهرنيو چارو وزير دميټرو کوليبا، د ناټو سرمنشي جينس سټولټنبرګ او د اروپايي ټولنې د ډيپلوماټيکو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي جوسي بريل به پر ځایي وخت د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې په سهار د ناټو د بروکسيل په مقر کې خبرې اترې وکړي او وروسته به يوه ګډه خبري ناسته تر سره کړي.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزير کوليبا دې ته اشاره وکړه، چې دا به د اوکراين، ناټو او اروپايي ټولنې د استازو ترمنځ لومړۍ درې اړخيزه غونډه وي.