ملګري ملتونه: د ۱۹ هېوادونو له بېوزلو خلکو سره به ۲۵۰ میلیون ډالر مرسته وکړو
CMG2023/02/19 15:09:07
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د فبرورۍ په ۱۸مې نېټې اعلان کړی، د دغه سازمان مرکزي اضطراري صندوق د ۱۹ هېوادونو له بېوزلو خلکو سره د مرستې په موخه ۲۵۰ ميلونه ډالره تخصيص کړي.

په همدې ورځ د ملګرو ملتونو په يو خبر کې راغلي، نوموړي ويلي چې اوس په ټوله نړۍ کې ۳۳۹ ميليونه خلک بشري مرستې ته اړتیا لري او دغه خلک د تېر کال په پرتله ۲۵سلنه زيات شوي.

د خبر له مخې، دغه پيسي به په افغانستان، بورکينافاسو او هايتي په شمول ۸هېوادونو کې د څه باندې ۲۰ميليونه خلکو د لوږې ستونزې د حلولو او د چاد، پاکستان او سوډان په شمول ۱۱ هېوادونو کې د بشري فعاليتونو د پياوړتيا په چارو کې ولګول شي تر څو د غلودانو د ناخونديتوب او د اقليمي بدلون له اوږد مهاله بحرانونو سره مقابله وکړي.