وانګ يي د مونيخ په ۵۹مه امنيتي غونډه کې ګډون او وينا وکړه
CMG2023/02/19 14:04:14
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کميټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر منشي وانګ يي په ځايي وخت د فبرورۍ په اتلسمه نېټه د جرمني د مونيخ په ۵۹مه امنيتي غونډه کې ګډون وکړ او د لاخوندي نړۍ د جوړولو تر عنوان لاندې يې يوه وينا وکړه. 

 وانګ يي وويل، د لاخوندي نړۍ جوړول د نړۍ د ټولو هېوادونو د خلکو جدي هيله، د ټولو هېوادونو ګډه دنده او د زمانې د پرمختګ لپاره سمه لار ده. وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې د خوندي نړۍ جوړول د چين نه ستړې کېدونکې هڅې دي. چين د سوله ييز پرمختګ پر لار ټينګار کوي او په ټينګه سره به د سوله ييز پرمختګ په لاره کې د زياتو هېوادونو سره يو ځای کار وکړي.

 وانګ يي د اوکراين مسئلې، د چين او امريکا د اړيکو او د تايوان مسئلې په اړه هم پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. 

 وانګ يي اعلان وکړ چې چين به د اوکراين د کړکېچ د سياسي حل په اړه د چين دريځ څرګند کړي او د سولې او خبرو اترو تر څنګ به ولاړ وي. چين به د نړيوال امنيت د وړانديز د مفکورې سند هم خپور کړي ترڅو د اوسنۍ امنيتي ستونزې د حل لپاره لا زيات ممکن تدبيرونه برابر کړي.