وانګ يي د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو له لوړ پوړي استازي جوسي بريل سره خبرې وکړې
CMG2023/02/19 15:08:30
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنيو چارو کميسيون د دفتر منشي وانګ يي د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د امريکا په بلنه د جرمني په مونيخ کې د امنيتي چارو په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو له لوړ پوړي استازي جوسي بريل سره خبرې وکړې.

وانګ يي ويلي، چين او اروپا ملکري دي، نه سيالان او د دواړو خواوو د نظر توافق، د نظر د اختلاف په پرتله ډېر زيات دی. روان کال د چين او اروپايي ټولنې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدو له شلمې کليزې سره برابر دی. دواړه خواوې بايد د دوستانه همکاريزو اړيکو پر مقام ټينګار وکړي، د مرکزي ګټو په برخه کې دې يو د بل درناوی وکړي، د همکاريو لاسته راوړنو ته دې ارزښت ورکړي او لا ښکلی راتلونکي شل کلونه دې پيل کړي. چين د کرونا وبا د خپرېدو له پړاو څخه وتلی دی او غواړي چې له اروپا او نړۍ سره هراړخيز تګ راتګ بيا اعاده کړي. دواړه خواوې بايد د چين او اروپا د مشرانو تر منځ د راتلونکو کتنو لپاره رغنده تياريانې ونيسي، په بېلا بېلو ساحو کې دې د مشرتابه ډيالوګ ميکانيزم په سمه توګه وکاروي او د دواړو خواوو د تګ راتګ هڅونه دې وکړي.

وانګ يي د اوکراين بحران د يادونې په وخت کې وويل، چين د اړوندو خواوو تر منځ د سوله ايزو خبرو اترو پلوي کوي او غواړي له اروپا سره همغږۍ زياتې کړي او د دغې مسئلې حلولو لپاره سياسي لاره ولټوي.