شي جين پينګ د افريقايي ټولنې ۳۶مې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2023/02/19 13:07:04
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د افريقايي ټولنې ۳۶مې سرمشريزې ته پيغام واستاوه او افريقايي هېوادونو او خلکو ته يې د یادې سرمشریزې په مناسبت مبارکي وویله.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره ویلي، چې په تېر يو کال کې افريقايي ټولنې د افريقايي هېوادونو لارښوونه کړې، په رغنده توګه يې له نړيوالو ننګونو سره مقابله کړې، د افريقا د ازادې سوداګريزې سيمې ابادي يې چټکه کړې، د افريقا د پاملرنې وړ مسئلو په همغږۍ کې يې مهم رول لوبولی او په نړۍ کې يې د افريقا مقام او اغيزه په پر له پسي ډول لوړه کړې ده. هغه د زړه لو کومې هېله څرګنده کړه، چې افريقايي هېوادونه او خلک د پرمختګ او سمسروتيا په لاره کې لا زيات برياليتوبونه وګټي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې په ۲۰۲۲کال کې د چين او افريقا اړيکو د ښه پرمختګ تمايل ساتلی. د دواړو خواوو همکارۍ په هراړخيزه او باکيفيته توګه په زياتو کچو کې ټينګې شوې، چې له افريقا سره په نړيوالو همکاريو کې يې مخکښ ځای نيولی دی. هغه وويل، دی غواړي د افريقايي هېوادونو له مشرانو سره يو ځای د چين او افريقا دوستانه همکارۍ پياوړې کړي، په نړيوالو او سيمه ايزو چارو کې همغږۍ لا زیاتې کړي او د چين او افريقا تر منځ د لوړې سويې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.